جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
څوک به په ایتوپیا کې د جوماتونو د ویجاړولو او د مسلمانانو د وژلو مخه ونیسي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
څوک به په ایتوپیا کې د جوماتونو د ویجاړولو او د مسلمانانو د وژلو مخه ونیسي؟

خبر:

د جون په ۲مه د جمعې تر لمانځه وروسته، د ايتوپیا امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په پلازمینه، آدیس آبابا کې د انور جامع جومات مخې ته درې مسلمانان ووژل. دغه پېښه د خلکو هغه لاریون پر مهال رامنځته شوه چې د حکومت له لوري د یوه جومات د ړنګولو او نورو د ړنګولو د پلان په غبرګون کې وشو. پولیسو د جومات مخې ته د راټولو شوو خلکو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او پر هغوی یې ډزې وکړې. تر دغې پېښې یوه اونۍ وړاندې په همدغه سیمه کې یو بل لاریون هم شوی و، چې په ترڅ کې یې امنیتي ځواکونو دوه مسلمانان په ډزو ووژل، لسګونه نور یې ټپیان کړل او راپورونه وایي چې ۱۱۴ نور مسلمانان یې نیولي. د ځینو کسانو په وینا؛ دا چې امنیتي ځواکونو جومات محاصره کړی و، امبولانسونه تر ټپيانو نه شوی رسېدی چې روغتون ته یې ورسوي.

تبصره:

ایتوپیایي چارواکو په وروستیو میاشتو کې د ښاري پلان جوړولو د یوې لانجمنې پروژې د یوې برخې په توګه لږ تر لږه ۱۹ جوماتونه ویجاړ کړي؛ په دغه پلان کې د ښار په څنډه، ارومیه سیمه کې د څو ښاروالیو ادغام او په یاده سیمه کې د شګر په نامه یوه نوي ښار جوړول شاملېږي. حکومت ادعا کوي چې دغه کړنه به کورني اقتصاد ته وده ورکړي او آدیس آبابا به د سیلانیانو لپاره یو ډېر زړه راښکونکی ځای شي. د حکومت دغې پرېکړې چې د شګر ښار جوړولو لپاره ۳۰ نور جوماتونه هم ویجاړوي؛ د مسلمانانو غوصه راپارولې او د حکومت د دغې کړنې په غبرګون کې یې لاریونونه وکړل. د ایتوپیا د اسلامي چارو فدرالي عالي شورا د دغې کړنې د مخنیوي په هڅه کې لومړي وزیر، آبی احمد ته یو لیک واستاوه، خو چا غور پرې ونه کړ. په یاده پروژه کې دغه راز د کورونو او کاروبارونو ویجاړول شاملېږي چې د راپورونو له مخې، دا به د زرګونو کسانو د بې کورۍ سبب شي.

د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې د ایتوپیا د شمالي ښار، ګوندر په شیخ الیاس هدیره کې د یوه مسلمان مشر د جنازې پر مراسمو برید وشو چې په ترڅ کې تر ۲۰ ډېر مسلمانان ووژل شول او څه باندې ۱۵۰ نور ټپیان شول. په یاده پېښه کې – چې عاملین یې افراطي عسویان وو- د مسلمانانو ملکیتونه هم لوټ شول. په ۲۰۱۹م کال، د مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه څپه کې د امهارا په موتا ښارګوټي کې هم پر ډیرو جوماتونو بریدونه وشول.

ایتوپیا یا حبشه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې د هغو مسلمانانو لپاره د امن ځای و چې  له ظلم او تېري څخه به د پناه په لټه کې وو. په دغه هېواد کې د افریقا یو تر ټولو زوړ جومات، د النجاشي جومات هم شته. په یاد هېواد کې اسلام اوږده مخینه لري چې تر پېړیو وړاندې رسېږي. په ایتوپیا کې تر ۲۵ ملیونو زیات مسلمانان دي چې د ټول نفوس درېیمه برخه جوړوي. خو نن ورځ دلته مسلمانان وژل کېږي او اسلامي مذهبي مرکزونه ویجاړېږي؛ دا ځکه چې دلته داسې حکومت، رهبري او داسې حاکم نشته چې د دغې بې عدالتۍ د مخنوي سیاسي اراده ولري؛ په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«قَتْلُ الْمُؤْمِنِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ زَوَالِ الدُّنْيَا»

ژباړه: «د الله (سبحانه و تعالی) پر وړاندې د یوه مومن قتل د ټولې دنیا تر ړنګېدو ډېر سخت دی»

موږ له غربي هیوادونو او ملګرو ملتونو څخه له تشې غندنې پرته د بل څه تمه نه لرو. موږ د اسلامي نړۍ له اوسنيو نظامونو او حکامو څه تمه نه لرو؛ دوی په وار وار ثابته کړې چې د مسلمانانو د وینې او اسلام حرمت ارزښت نه ورته لري.

نن ورځ پر ايتوپیا سربېره په هند، میانمار، فرانسه او د نړۍ په نورو هیوادونو کې، د مسلمانانو حقونه تر پښو لاندې کیږي؛ خو د ساتنې لپاره یې یوه ریښتینې اسلامي رهبري نشته. موږ داسې نه وو. پخوا به چې په هسپانیه، فلسطین، هند او نورو سیمو کې پر مسلمانانو ظلم کېده؛ خلافت به وردانګل، وینه به یې خوندي کوله او د ظالمانو له منګولو یې خلاصول. یوازې دغه دولت (خلافت) نړۍ به هر کونج کې له ظلم او زیاتي څخه د مسلمانانو د خلاصون او خوندیتوب لپاره سیاسي اراده او ځواک ولري؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:  

«وإنَّما الإمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِن ورَائِهِ ويُتَّقَى به»

ژباړه: «امام (خلیفه) ډال دی، چې تر شا یې جګړه کېږي او خوندیتوب پرې ترلاسه کېږي.»

له کله راهیسې چې د ۱۹۲۴م کال د مارچ په ۳مه خلافت ړنګ کړل شو؛ په ټوله نړۍ کې مسلمانان د یتیمانو پشان دي؛ یوازې پرېښودل شوي او کوم سرپرست او ساتونکی نه لري.

کله چې د نبوت پر منهج خلافت بیا تاسیس شي؛ د مسلمانانو ځمکې، سرچینې، شتمنۍ او پوځ به سره یو کړي تر څو یو داسې زبر ځواک رامنځته کړي چې د هغو کسانو په زړونو کې ویره واچوي چې مسلمانانو ته د زیان رسولو، د هغوی پر دین د برید کولو او یا یې د مذهبي مرکزونو په نښه کولو جرات کوي. دغه دولت به د مسلمانانو او اسلام د ساتنې لپاره خپل د پام وړ سیاسي، اقتصادي، سټراټیژیک او پوځي ځواک وکاروي او د تشو خبرو پر ځای به هر څه په عمل کې وښيي. نو موږ په ایتوپیا او ټوله نړۍ کې پر خپلو وروڼو او خویندو غږ کوو چې له حزب التحریر سره ګډ کار وکړي، تر څو ژر تر ژره خلافت دولت بیا تاسیس کړو؛ له دې سره به د دغه امت لپاره د امنیت او خوندیتوب نوې دوره پیل شي.

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

ژباړه: فریدون محتاط

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې